ایا د کرزي اداره د فساد په وړاندې د مبارزې اراده لري ؟
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

       د دوهم بن کنفرانس څخه روسته چې پایلې يي اوس افغانانو ته ښکاره او ګټورې دي او افغانانو له هغه پرته بل کوم غوره بدیل هم نه درلود ، کابل ادارې فساد په وړاندې په رسنیو کې شورماشور پورته کړی . که چیری په دوهم بن کې د فساد په اړه د کابل پر ادارې نیوکې او د نړیوالو راتلونکې مرستې او په تېره بیا ډالرې ددې خبرې سره نه وای تړلای ، دې ادارې به عمل کې څه چې تش په رسنیو کې هم ، د فساد په وړاندې اه نه وای ایستلای !

نن چې نړیوال ډګر کې ددې فاسدې ادارې په وړاندې چیغه پورته کیږي ، اخر ددې اداري مفسدین     هم سترګې او غوږونه لري ، باید دوی هم  د فساد په وړاندې غږ پورته کړي ترڅو په دغه انګولا او غوغا کې غل او مل یوله بله سره ورک شي او څو ورځې روسته بیا همغه خرک او درک وي او مفسدین له پخوا زیات ( دو برابر تیز تر شود ) !  

پوښتنه دا ده ، دوهم بن له کنفرانسه مخکې د کرزي ادارې کې فساد شتون نه درلود ؟ که فساد ، و لکه چې ټول پوهیږي ښه پریمانه ، نو بیا ولې د کرزي اداره د فساد په وړاندې مبارزه د بهرنیانو په چوکه کولو پورې تړلې بولي ؟ که چیري بهرنیان دا اداره چوکه نکړي ، ایا خپله نوموړې اداره دا اراده نه لري چې له ځایه وښوري ؟

په ټولو برخو کې فساد او په تېره بیا اداري فساد د کرزي د اداري ځانګړنه ده . ددې ادارې بنسټ پر فساد ایښودل شوی ، دا اداره فساد کې لویه شوې او په فساد کې پایښت او ژوند لري . د ادارې ګټه د فساد جرړو په ایستلو کې نه بلکې د فساد د ریښو په خړوبولو او پیاوړتیا کې نغښتې ده !

د خندا وړ دا ده چې ولسمشر کرزی د فساد په وړاندې د مبارزې ماتې « د قانون نه پلي کېدل او د کورنیو او بهرنیو زورواکانو او مجرمینو معافیت په ګوته کوي . لروبر بریښناپاڼه » . کله چې د دولتمشر د فساد په وړاندې داسې پیکه دلیل وړاندې کوي ، د دولت نور فاسد چارواکې خو بیا حق لري چې جامو سره د خلکو په سترګو کې ننوځي . د قانون پلي کول او د هغه د پلي کولو څخه څارنه لومړی د چا دنده ده ؟ ایا ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو د قانون په پلي کولو او څارنه سوګند نه دی خوړلی ؟ ددې سوګند په وړاندې لومړی څوک مسولیت لري ؟ څرګنده ده چې ولسمشر او بیا د هغه کابینه او لوړپوړي چارواکي . اوس د قانون د نه پلي کولو او ماتولو پړه کرزی پخپله غاړه لري که دا هم د بېوزلې افغان ملت پر غاړه وراچوي !

کرزی ولې خپله دنده او مسولیت د ملت پر اوږو باروي ، که دلته نیمکاسه نه وي او له ملت څخه د څه پټولو هڅه نه وي ، د دولتمشر ولي خپل ولس ته ریښتیا نه وايي ؟

بیا هم د ولس د تېرایستلو هڅه د څه لپاره !

زورواکانو او مجرمینو څخه باید څوک پوښتنه وکړي ؟ زورواکان او مجرمین چا په څنګ کې نیولي دي . زورواکان د چا د کابیني غړي او مجرمین د چا سلاکاران دي ؟

کرزیه !  دې غوړه ژبه کې دې هم چل دی ، دلته هم صداقت نشته ، دلته هم د افغانانو تېرایستل موخه ده ، دلته هم ملت دوکه کول دي او دلته هم دوه مخي !

دې دوه مخۍ او درواغو خو لس کاله ملت په وینو کې ولمباوه ، اخر لږ شرم او حیا ! 

دا چې کرزی د فساد سره د مبارزې ( یا د فساد د بل پړاو د پیل ) په ورځ خپله وینا کې وايي چې افغان دولتي مامورین په راتلونکې باور نه لري او یا دا چې په فساد ککړ کسان لندن ، واشنګټن او یا پاریس ته تښتي ، پوښتنه دا ده چې د دې ټولو مخنیوی د چا دنده ده ، د دولت او که د ملت ؟

دلته موخه دا نه ده چې ګني د دولت او قانون په وړاندې د وګړو له دندو سترګې پټې شي ، بلکې هڅه دا ده راوسپړل شي چې دولت او د دولت لوړپوړې چارواکې ولې خپله بې کفایتي ، د ارادې نشتون ، دوکماري ، غلا ، چور ، داړه ماري ، جفا او خیانت د ملت پر اوږو وراچوي . خپله ماتې ، رسوايي او بدنامي د ملت ګنا بولي . پخپل فساد ، چټلۍ او ناولتیا اعتراف نه کوي او له هغو څخه د تېښتې هڅه کوي !

بلخوا د شفافیت نړیوال سازمان خپل یوه راپور کې افغانستان ته  له سوماليي او شمالي کوریا روسته دوهم مقام ورکړی چې د کرزي په اداره د بېشرمۍ سخته رټه ګڼل کیږي .

که څه هم د حکومت په چوکاټ کې دوه ادارې چې یوه له ادارې فساد سره  د مبارزی او بله د ادارې فساد د څیړنې او څار اداره ده په فعالیت بوختې دي او د دغو دواړو ادارو مشرتوب ولسمشر ته نږدې دوه کسان کوي خو پر دوی څو څو ځلې نیوکې شوي چې کاري وړتیا یې له لاسه ورکړي او هسي پرې چوکۍ ډکي دي.

ادارې فساد سره د مبارزي د عالي ادارې مشر ډاکټر عزیز الله لودین په دې اند دی چې د نړیوالې ټولنې همکاري دوی سره د فساد په ضد مبارزه کې زیات او ټاکونکی ارزښت لري . البته دا همکارې بې ګټې نه ده ، خو خبره په بهر او د بهرنیانو په همکارې کې یوازې نه ده . که دولت د فساد په وړاندې د مبارزې اراده ونه لري ، چې نه يي لري او فساد د خپلې بقا لپاره یوازينۍ وسیله وبولي ، دا نړیواله همکاري څه کولای شي !

دولت له هر څه مخکې کور ټکانۍ ته اړتیا لري . ترڅو چې دولت د جهادي مافیايي کړیو څخه تصفیه نه شي ؛ د جګړه مارو قومندانانو ، داړه مارو او لوټمارو له منګولو خلاص نه شي ؛ که د ښاغلي لودین په وینا بهرنۍ همکاري هم زیاته شي ؛ د هیڅ درد نه دوا کیږي . افغان دولت له دننه خوړین او وروست دی . دا دولت باید له دننه عملیات شي . زړې او بې کاره پرزي يي چې زنګو وهلې دي ، ایسته وغورځول شي او پر ځای يي د وخت او افغانانو له غوښتنو سره سم چارواکې ځای پر ځای شي .

ایا ملت ته په ژړا او ښځو او یا ماشومانو پشان په اوښکو تویولو دا چاره پلي کېدای شي ؛ ایا په دولت کې دننه جنایتکارو او داړه مارو ته په زارۍ او ننواتو دا هیله تر سره کېدای شي ؛ ایا د خپل واک او صلاحیت څخه چې قانون مشرتابه ته ورکړی کار نه اخیستل او د خپلې بې کفایتۍ پړه  پر بل چا او افغان ملت وراچول ، ستونځه له منځه وړلای که لا غټولای شي ؟

ایا مصلحتونه ، د ملي ګټو او ارزښتونو پر ضد تبا کوونکي معاملي ، لوټه په اوبو کې ایښودل او پرې تېرېدل بیا هم ادامه وموي ؟

ایا کرزی په هر څه کې د جهادي تنظیمونو د مشرانو په بسم الله نوم اخیستلو سره ، افغانانو ته عصبي شوک نه ورکوي ؟

ایا د کرزي تر څنګ د قسیم فهیم  او خلیلي په شتون کې د اداري فساد په وړاندې د کرزي دولت په رمباړو څوک باور کوي !

ایا د کرزي مشرتابه د افغانانو دې ډول پوښتنو او غوښتنو ته وړ ځواب او په ټوله کې وړتوب لري ؟

قانون هغه مهال پلی کیږی چې قانون ته ژمن کسان د ادارې په سر کې ځای ولري ؛ کار اهل کار ته وسپارل شي او کرزی يي له ارګه پيل کړي .

ولیدل شي هغه وزیرانو چې سږکال يي بیا بودیجه نه ده مصرف کړې ، د کرزي مشرتابه ورسره څه کوي ؟

ازموده را ازمودن خطا است !

په وینځلو به يي سپين نه کړي بابوجانه

هر لیمڅی چې د وړۍ اصل يي تور وي

د ۲۰۱۱ کال د ډیسمبر ۱۳ مه

 


December 16th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات